د علمي کنفرانس اجنډا
بسماللهالرحمنالرحیم
«راتلونکی لیدلوری: سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پرمختګ،
په نړۍ او سیمه کې د افغانستان دریځ»
دایروونکی: د افغانستان د باور او ثبات بهیر
نېټه: د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جدي ۲۷ او ۲۸،چې د ۲۰۲۶کال د جنوري له ۱۷ او ۱۸ سره برابره ده.
ځای: فرانکفورت ــ آلمان
د علمي کنفرانس برنامه
د جمعې ماښام، ۲۶ د جدي ۱۴۰۴ هـ ش،چې د۲۰۲۶م د جنوري له ۱۶سره برابره ده، ساعت ۱۹:۰۰
د درنو میلمنو او ګډونوالو هرکلی او د شپې ډوډۍ د اوسیدلو ځای په هوټل کې.
يادونه:د کنفرانس په جریان کې په هوټل کې د اوسیدو او ډوډۍ مصرف د کنفرانس دایروونکي او کنفرانس ته د راتګ او بیرته تګ مصارف خپله د درنو میلمنو په غاړه دي.
د کنفرانس لومړۍ ورځ (د جدي ۲۷،چې د جنوري له ۱۷ سره برابره ده)
پرانیسته (د سهار له ۹ تر ۱۰ بجو)
- د قاري صاحب محمد حامد نوري له لوري د الهي مبارک کلام د څو آیاتونو تلاوت.
- د افغانستان د باور او ثبات بهیر د رئیس میرمحمد آصف ضعیفي له لوري د پرانیستې وینا.
- د افغانستان د باور او ثبات بهیر د اجراییه هیئت غړي ډاکټر پرویز آرزو له لوري توضیحي وینا.
- په کنفرانس کې د حاضرو دانشمندانو له ډلې د علمي کنفرانس د رئیس ټاکل.
تخصصي پنلونه: په دې کنفرانس کې د ۳ تخصصي پنلونو وړاندوینه شوې ده.
(د علمي کنفرانس د ټاکل شوي رئیس) په وینا سره د تخصصي پنلونو د کار پیل.
لومړی تخصصي پنل (د سهار له ۱۰:۰۰ د ماښپښین تر ۱۳:۰۰ پورې)
«په افغانستان کې سیاسي نظام او اساسي قانون: تیر، نن ، راتلونکی»
د ویناوو عنوانونه(هر ویناوال ته حد اکثر ۲۰ دقیقې په نظر کې نیول شوې دي)
۱. د مشروع او د خلکو د خوښې نظام په رامنځته کیدو کې د اساسي قانون نقش.
۲. په افغانستان کې جمهوریت، له ادعا تر واقعیته.
۳. په افغانستان کې د نظام جوړونې په بهیر کې د ښې حکومتدارۍ لپاره علمي اوعملي بنسټونو ته د جدي توجه اړتیا.
۴. د قانون حاکمیت او اړین اجرایوي تضمینونه.
۵. په اوسني وضعیت کې د ځواب ویلو انتخاب؛تعامل یا تقابل.
۶. په افغانستان کې دوامداره حکومتدارۍ د ماډل (نمونې) انتخاب، کارنده علمي ارزونه، سیاسي ثبات او ټولنیز عدالت.
د لومړي پنل له پای وروسته حد اکثر (یو ساعت لپاره) آزاد بحث.
د کنفرانس د رئیس له لوري د اول پنل جمعبندي.
د ماسپښین د لمانځه او دغرمې ډوډۍ برنامه: د ماسپښین له ۱۳:۰۰ تر ۱۴:۳۰ بجو.
دوهم تخصصي پنل (د ماسپښین له ۱۴:۳۰ تر ۱۸:۰۰ بجو)
«ملي باور، په راتلونکي افغانستان کې ټولنیز عدالت او مدني(ښاري) حقونه
د ویناوو عنوانونه (هر ویناوال ته حد اکثر ۲۰ دقیقې په نظر کې نیول شوې دي)
۱. د افغانستان دراتلونکي په جوړونه کې د کډوالو او له هیواده لرې ټولنو رول.
۲. د راتلونکي مطلوب نظام په تعریف او تحقق کې د علمي،مدني ټولنو او نخبګانو دریځ (ځای).
۳. ټولنیز عدالت او (د خلکو) ټولیز ګډون؛په افغانستان کې د راتلونکي مطلوب نظام دمشروعیت او اغیزمنتوب لپاره دوه بنسټیز (اساسي) شرطونه.
۴. دافغانستان په نظام جوړونه کې د ښځو (میرمنو) حقوق او رول.
۵. له څو فرهنګوالي تر سیاسي وحدت او ټولنیزې همبستګۍ پورې،په ګڼ افغانستان کې د ملي هویت د بیا تعریف اړتیا.
۶. په راتلونکي افغانستان کې د تعلیمي نظام اړتیاوې او د ځوانانو رول (نقش).
۷. په افغانستان کې د هنر، رسنیو او فرهنګي میراثونو د ساتنې اړتیا.
۸. د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې مطلوبې نظامي او امنیتي ستراتیژۍ په بنسټیزو محورونو تمرکز.
د دوهم پنل له پای وروسته حد اکثر (یو ساعت لپاره) آزاد بحث.
د کنفرانس د رئیس له لوري د دوهم پنل جمعبندي.
د شپې ډوډۍ ته د میلمنو دعوت.
دوهمه ورځ (د جدي ۲۸،چې د جنوري له ۱۸ سره برابره ده) :
درېیم تخصصي پنل (د سهار له ۹:۰۰ تر ۱۲:۳۰ بجو )
«افغانستان؛ نړۍوالې ــ سیمهایزې اړیکې»
د ویناوو عنوانونه (هر ویناوال ته حد اکثر ۲۰ دقیقې په نظر کې نیول شوې دي)
۱. د دوو (د امنیت او له جنګ وروسته مهال) مدیریتونو پرتله کول او د نویو سیاسي ادبیاتو بنسټیز کول.
۲. د افغانستان د راتلونکي بهرني سیاست په توګه د مثبت او فعاله ناپېیلې سیاست ننګونې او فرصتونه.
۳. د جیوپولیټیکي تقابل پر ځای د جیواکونومیکي تعامل په موخه اقتصاد محوره افغانستان.
۴. مذهبي منځلاریتوب او نړۍوال اتحاد:د افغانستان راتلونکي ته مطلوبه کتنه.
۵. د افغانستان د اقتصاد مدرنیزه (عصري) کول او دوامداره پرمختګ.
۶. د سیمهایزو اړیکو په برخه کې دافغانستان دريځ: ننګونې او فرصتونه.
۷. په نړۍوال نظام کې د څو اړخیزو بدلونونو څېړنه اود افغانستان دريځ(مقام)پیژندل.
د درېیم پنل له پای وروسته حد اکثر (یو ساعت لپاره) آزاد بحث.
د کنفرانس د رئیس له لوري د درېیم پنل جمعبندي.
پایليزه (اختتامیه)
له ۱۲:۳۰ د ماسپښین تر ۱۴:۳۰ پورې:
- د کنفرانس د رئیس له لوري د دوهم پنل جمعبندي.
- لمونځ کول
- دعلمي کنفرانس د پریکړه لیک اورول
- د افغانستان د باور او ثبات بهیر د رئیس میرمحمد آصف ضعیفي له لوري د پایلیزې خبرې
- د دعا کول اود کنفرانس پای اعلانول
- ډوډۍ ته بلنه
په کنفرانس کې د ګډونوالو او ویناوالو د پام وړ:
- په مهربانۍ د خپلو مقالو پوره متن د ۱۴۰۴ کال د جدي تر ۱۸ نيټې چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۸ سره برابره ده،په دې ایميل سره د کنفرانس دارالانشاء سره شریک کړئ:
- په دې علمي کنفرانس کې د وینا کولو تعین شوی وخت ۲۰ دقیقې دی. نو په دې اساس هیله کیږي، د وینا کولو محتوا مو له وخت سره په نظر کې ونیسئ.
- ستاسو د مقالې پوره متن به ددې کنفرانس د دارالانشاء له لوري د« چشم انداز آینده:نظام سیاسي ،عدالت اجتماعی،توسعه پایدار و جایګاه افغانستان در منطقه و جهان» تر نوم لاندې د مقالو ټولګه (کتاب) کې چاپ شي.
- د کنفرانس د دایريدو دارالانشاء په کتاب کې د چاپ لپاره دمقالو دمتن د ايډیت او اصلاح صلاحیت لري.(د لیکنې علمي محتوا په ايډیټ کې شامل نه ده).