“د افغانستان د باور او ثبات بهیر” د بنسټ اېښودونکو لومړۍ کنګرې قطعنامه
بسماللهالرحمنالرحیم
“د افغانستان د باور او ثبات بهیر” د بنسټ اېښودونکو لومړۍ کنګرې قطعنامه
(د ۱۴۰۳ د سنبلی ۳۱ او د میزان په ۱ مه، د ۲۰۲۴ د سپتمبر له ۲۱ او ۲۲ مې سره برابره، په هامبورګ کې)
د تېرې نیمې پېړۍ په شمول، تاریخي تجربو ښودلي دي، چې انحصار او استبداد، او د حذف او لیرې کولو سیاستونو پلي کولو، له بې ثباتۍ او د هېواد د قدرت په جوړښت او مدیریت کې د غیرحاضرو سیاسي بهیرونو او ټولنیزو ډولو له تاوتریخوالي او نارضایتۍ پرته کومه بله نتیجه نه ده رامنځته کړې.
له همدې امله، د افغانستان د اعتماد او ثبات بهیر باور لري چې د متقابل منلو، ملي تعامل او همغږۍ بنسټیز کول د ملي مشارکت، ټولنیز عدالت، ملت جوړونې او دولت جوړونې بنسټونه دي.
دغو مهمو او برخلیک جوړوونکو موخو د رسېدلو له پاره:
۱ – د افغانستان د باور او ثبات بهیر «د خبرو اترو او مذاکرو له لارې ملي تفاهم او انسجام » بنسټیز پيغام ته په پاملرنه، د ملي باور غونډې جوړولو غوښتونکی دی.
۲ – د افغانستان بالفعل حاکمان باید د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د حل لارې موندلو له پاره د علماوو، مخورو او نخبګانو نظریاتو ته په ټولو برخو کې جدي پاملرنه وکړي او د ټاکنو پر بنسټ یوه ټولشمول ملي حکومت ته تر رسېدو پورې، په خپلو سیمه ییزو تعییناتو کې د افغانستان د خلکو ژبنۍ او کلتوري ځانګړتیاوې رعایت کړي.
۳ – د افغانستان د اتباعو له حقوقو او سیاسي آزادیو او بشري حقوقو څخه دفاع کول زموږ له پاره ارزښتناک او ضروري چوکاټ دی.
۴ – د تبعیض له منځه وړل او د هېواد د ادارې او مدیریت په ټولو برخو کې د ټولو مساوي حضور باېد د اتباعو د حقوقو او ښایسته سالارۍ پر بنسټ تضمین شي.
۵ – نظم او امنیت باید د ملي پراخ مشارکت، قانونمند نظام ته د ودې او د تلپاتي ثبات د برابرولو له لارې رامنځته شي.
۶ – د باور او ثبات بهیر د ملي ناباورۍ لوړو رامنځته شوو دیوالونو ته په کتنه، د بیان آزادۍ پر حق د ټینګار تر څنګ، د رسنیو او مجازي فضا له فعالانو څخه غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي او نورو پر ضد د ادبیاتو د کارولو پر ځای د همغږۍ فرهنګ ته وده ورکړي.
۷ – د باور او ثبات بهیر ځان ژمن بولي چې د ملي خبرو اترو له پاره یو لوی چت جوړ کړي او د افغانستان له ټولو احزابو، سازمانونو، سیاسي ډلو او نخبګانو غوښتنه کوي چې د موجود نفاق د له منځه وړلو او بشپړې همغږۍ او ملي پیوستون ته د رسېدو له پاره د دې چت تر لاندې سره راغونډ شي.
۸ – د باور او ثبات بهیر د افغانستان د مثبتې او فعالې بې طرفۍ د روښانولو او تضمینولو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ، د سیمې د بازارونو ترمنځ د ارتباطي پله په څېر د افغانستان د سیمه ییزو -اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی، تر څو له دې لارې امنیتي-جیوپولیتیکي سیالۍ له منځه لاړې شي او سیمه ایزه-اقتصادي پراختیا د سیمه ییزو-امنیتي سیالیو ځای ونیسي.
۹ – د افغانستان د باور او ثبات بهیر د نړېوالو قوانینو په چوکاټ کې د اختلافاتو د له منځه وړلو له پاره د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ پر متقابل درناوي او پر سوله ایز ګډ ژوند ولاړې ژمنې ټینګار کوي.
۱۰ – تاریخي تجربې ښودلې ده چې د افغانستان بې ثباتي او ناامني د سیمې او نړۍ ناامنۍ ته هم لار هواروي. له همدې امله، د باور او ثبات بهیر د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې، امنیت شورا، د اسلامي هېوادونو کنفرانس او نورو نړیوالو او سیمه ییزو اړینو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د بشپړ باور او ثبات د رامنځته کولو له پاره د بهیر د بنسټیزو کرښو په عملي کولو کې مرسته وکړي.