د افغانستان د باور او ثبات بهیر د بنسټ اېښودونکو لومړی کنګرې مطبوعاتي اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د باور او ثبات بهیر د بنسټ اېښودونکو لومړی کنګرې مطبوعاتي اعلامیه
« د افغانستان د باور او ثبات بهیر» د بنسټ اېښودونکو لومړی کنګره د ۱۴۰۳ د سنبلې په ۳۱ مه او د میزان په لومړۍ نېټه – د ۲۰۲۴ د سپتمبر له ۲۱ او ۲۲ مې سره برابره، په هامبورګ-آلمان کې ترسره شوه.
« د افغانستان د باور او ثبات بهیر» د افغانستان له یو شمېر اصلاح غوښتونکو او ژمنو شخصیتونو جوړ شوی دی، چې د افغانستان اوسني وضعیت او لیرلید ته په سیمه او نړۍ کې د پېښو په پام کې نیولو سره، په واقعبینانه او د خلکو له ګټو سره برابره کتنه کوي او دا موخه لري چې د افغانستان د پرون او نن ورځې ستونزو علمي او هراړخیزو څېړونو له لارې، په افغانستان کې د بشپړ باور او ثبات له پاره زمینه برابره کړي.
«د افغانستان د باور او ثبات بهیر» د بنسټ اېښودونکو په لومړۍ کنګره کې، د نورو د نفي کولو هر ډول سیاست د نه منلو وړ وبلل شو. په ورته وخت کې یې د سیاسي او تاریخي تېروتنو په پام کې نیولو او له هغو څخه د زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه یې، له ټولو ګوندونو، سیاسي او ټولنیزو بهیرونو سره د افغانستان د ستونزو د حل له پاره د ګډو خبرو اترو د یوه ګډ چت د رامنځته کولو په اړه هم خپل ثابت عزم څرګند کړ.
«د افغانستان د باور او ثبات بهیر» د بنسټ اېښودونکو په لومړۍ کنګره کې، د نورو د نفي کولو هر ډول سیاست د نه منلو وړ وباله. په ورته وخت کې، یې د سیاسي او تاریخي تېروتنو په پام کې نیولو او له هغو څخه د زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ. همداراز یې له ټولو ګوندونو، سیاسي او ټولنیزو بهیرونو سره د افغانستان د ستونزو د حلولو له پاره د ګډو خبرو اترو د یوه ګډ چت د رامنځته کولو په اړه خپل ثابت عزم تاکید کړو.
په دې کنګره کې محترم ښاغلی میر محمد آصف ضعیفي د ګډون کوونکو د رایو په اتفاق د پنځو کلونو له پاره د افغانستان د باور او ثبات بهیر مشر په توګه وټاکل شو. د افغانستان د باور او ثبات بهیر د اساسنامې او مرامي اسنادو تصویب او د موخو او عمومي سیاستونو روښانول د کار نور مهم ټکي وو.
په دې کنګرې کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانستان ګڼ شمېر پېژندل شوو شخصیتونو ګډون درلود. د یادونې وړ ده چې «د افغانستان د باور او ثبات بهیر» له دې مخکې هم خپلې دوه لومړنۍ غونډې د ۱۴۰۲ کال په جدي (د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ) کې په فرانکفورت او د ۱۴۰۳ کال په سنبله (د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر) کې د کېمنېتڅ په ښار آلمان کې ترسره کړې وې.