د افغانستان د راتلونکي او په هیواد کې د نظام جوړونې د پروسې د پیل په اړه د ملي ، سیمه ایزې او نړۍوالې اجماع لپاره د افغانستان د باور او ثبات بهیر څلور پړاویزه(مرحلهیي) طرحه
بسم الله الرحمن الرحیم
سریزه:
د افغانستان د باور او ثبات بهیر په دې باور دی چې په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته رسیدنه یوازې د موخه لرونکو خبرو اترو له لارې، د خلکو غوښتنو ته په پام ،د افغانستان د نن ورځې واقعیتونو ته په کتو او دخپل هیواد ټولنیزو او کلتوري شرایطو په درک سره ممکن ده،په بل عبارت د افغانانو د ګټو او غښتنو په اساس د یو قوي دولت جوړولو کې زموږ د ستونزو دلیل دا دی چې زموږ په ملي ژوند کې ډېرې لویې پریکړې د افغانانو د غوښتنو او ارادې په نظر کې له نیولو پرته تر سره شوې دي. له دې کبله د افغانستان د ټولنیزو او سیاسي ډلو (قشرونو) او طبقو تر منځ د موخنو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره د عملي چوکاټ رامنځته کول؛د هیواد له اوسني بنبست څخه د وتلو او د ملي باور، سیاسي ثبات او نړۍوالې هوساینې په لور لومړنی ګام دی.
د افغانستان د باور او ثبات بهیر په عمومي توګه په نړۍواله کچه او په ځانګړې توګه په سیمهییزه کچه د د نړۍوالو اړیکو د پیچلتیاوو او ننګونو په اړه د ژور درک په درلودلو سره په دې باور دی چې په افغانستان کې له ملي اجماع څخه رامنځته شوی پلان باید د افغانستان د ګاونډیو او همدارنګه د علاقه لرونکو هیوادونو تر منځ دافغانستان د امکاناتو او د سیمهییز او نړۍوال امنیت لپاره له هغې څخه رامنځته شویو ننګونو په اړه اندیښنې او بې باوري په پام کې ونیسي. زموږ له نظره یو با ثباته ، بې طرفه بهرنی مثبت او فعال سیاست لرونکی افغانستان کولای شي،چې دافغانستان په میدان د جیوپولیټیکي ټکرونو په اړه د سیمهییزو او نړۍوالو لوبغاړو اندیښنو ته د پای ټکی کیږدي او د قتصادي همکاریو دپراختیا لپاره لاره هواره کړي. ددې سیاسي کړنلارې پایله به د جدي ګواښونو لکه، د مخدره توکو تولید او نا قانونه جریان، افراطیت، جرمي اقتصاد،
جبري او ناقانونه کډوالي (مهاجرت) او… سره موخنه مبارزه وي، چې د سیمې او نړۍ د امنیت تینګښت لپاره خورا اړینه ده.
په دې توګه تاکید کیږي چې لکه څرنګه چې په ملي، سیمهییزه او نړۍواله سطحه باور او همکارۍ ته درسیدو لپاره د موخنو خبرو اترو لپاره د یو چوکاټ اړتیا ده نو د افغانستان د باور او ثبات بهیر دې موخې ته د رسیدنې لپاره لاندې څلور پړاویزه طرحه په خپله کړنلاره کې شامله کړې ده:
لومړی پړاو: ملي اجماع
د افغانستان اوسني او راتلونکو مهمو مسایلو په اړه ملي اجماع ته رسیدنه باید په درې سطحو او پړاوونو کې وڅیړل شي:
لومړی قدم: د علمي کارپوهانو او حقوقپوهانو په حضور کې د اکاډمیکو خبرو اترو پلاټفورم تنظیمول.
موخه: د افغانستان د باور او ثبات بهیر له نظره،د هیواد مهم او حیاتي مسایل لکه دکارېدونکي او ټولنیز عدالت پر بیناد ولاړ سیاسي نظام او بهرني سیاست،اقتصادي سیاست، د افغانستان د ټولو وګړو د ګټو پر بنیاد ولاړ د زدهکړې،روغتیا او مدني نظامونو تعریف باید په علمي او تخصصي ډول تر سره او ولیکل شي.
دافغانستان دباور او ثبات بهیر؛که څه هم په دې ټولو برخو کې خپلې وړاندیز شوې برنامې او طرحې لرې،خو د دې وړاندیز شویو طرحو او د پلي کیدو څرنګوالي وروستۍ پریکړه د اکاډمیکو او متخصصو کارپوهانو او حقوقپوهانو د خبرو اترو پلاټفورم ته پرېږدي.
دوهم قدم: د افغانستان او هیواد دراتلونکي لرلید د مسایلو او نهايي علمي طرحو په اړه دعلماوو، مدني ټولنو، قومي مشرانو او ملي تجارانو تر منځ د خبرو اترو د پلاټفورم دایرول.
موخه: د افغانستان د راتلونکي او سیاسي نظام دعمده محورونو اړوند دعلمي طرحو، ټولنیز مشروعیت او حمایت تر لاسه کول.
درېیم قدم: دملي باور لویې غونډې له لارې – داکاډمیکو پوهانو، علماوو، مدني ټولنو، قومي مشرانو، ملي تجارانو، د بهیرونو له لوري د حمایت شوې او ټولمنلې عمومي طرحې – د افغانستان حزبونو او سیاسي سازمانونو رهبرانو او د افغانستان اوسني حکومت ته شریکول.
موخه: ملي اجماع ته د رسیدنې، د افغانستان د راتلونکي او نظام جوړونې پورې اړوند طرحو پلي کولو، پراخ سیاسي مشروعیت اوهمکارۍ لپاره؛ د بهیرونو، سیاسي حزبونو او د افغانستان اوسني حکومت دعوتول.
توضیحات:
– د ملي باور لویې غونډې کې د افغانستان سیاسي رهبرانو او پوهانو سربیره به د ۱ــ۲ پلاټفورم ټاکل شوي او با صلاحیته استازي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړی استازی هم ګډون کوي.
– د ملي باور لویې غونډې په پای کې به د هیواد راتلونکي پورې اړوند تصویب شويو محورونو اجراء او په ملي او نړۍواله سطحه د خبرو پر مخ بیولو لپاره به، له سیاسي؛ ټولنیزو اوعلمي اشخاصو څخه یو با صلاحیته جوړښت (تشکیل) رامنځته کیږي.
پایله:
د افغانستان د راتلونکي په اړه سیمهییزو او نړۍوالو کنفرانسونو کې د شریکولو لپاره د ملي اجماع د مشروعیت او د افغانانو د غوښتنو دپایلو پر بنیاد د یو ستراتیژیک پلان رامنځته کول.
دوهم پړاو: سیمهییزه اجماع
په دې پړاو کې د ملي باور لویې غونډې په ابتکار سره دغوره شوي باصلاحیته جوړښت؛ د ملګرو ملتونو سازمان په مدیریت او د ګاونډیو هیوادونو د رسمي استازو په حضور کې به د افغانستان د راتلونکي اړوند
دملي اجماع طرحې وړاندې کولو ته به سیمهییز کنفرانس تر سره کیږي، چې دا سیمهییز کنفرانس به لاندې مهمې موخې تعقیبوي:
– ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان د راتلونکي لپاره د خلکو د ارادې او غوښتنو څخه رامنځته شوې ملي اجماع د طرحې رسول او پوهاوی ورکول؛
– د ګاونډیو هیوادونو او افغانستان تر منخ د نظرونو د اختلاف او اندیښنو د حل لپاره د خبرو اترو لپاره چمتووالی؛
– د امنیتي شخړو پر ځای د متقابل درناوي، اقتصادي همکارۍ او په ښهګاونډیتوب تاکید او تضمین.
دریم پړاو: نړۍ واله اجماع
سیمهییزې اجماع ته له ترلاسي وروسته به دافغانستان د خلکو له غوښتنو رامنځته شوې د ملي اجماع په اړه د اجماع ټولمنلې طرحه به د ملګرو ملتونو د سازمان په مدیریت او افغانستان ته د علاقه لرونکو هیوادونو په ګډون د یو نړۍوال کنفرانس په ترسره کولو په ملي او سیمهيیزه سطحه ارایه کیږي.
څلورم پړاو: د افغانستان د راتلونکي لپاره د(تشګیلاتي) جوړښت د پروسې پیل
په دې پړاو کې له ملي،سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع څخه تر لاسه شوې طرحې په اساس، په افغانستان کې د دوامداره نظام جوړونې لپاره د یو موقت انتقالي حکومت په بڼه د تشکیلاتي جوړښت جوړولو پروسه پیل کیږي.
توضیحات:
– د ملي باور لویې غونډې له لوري د انتقالي حکومت د ندو،صلاحیتونو او کاري اجنډا تعین او تعریفول؛
– له آزادو او پوه شخصیتونو (نر او ښځې) څخه د یوې (دوه تر درې کلنې) دورې انتقالي حکومت را منځته کول؛
– یوازې د مشورې ورکولو په موخه له علماوو، متنفذینو، سیاسي رهبرانو، حقوق پوهانو، ملي تجارانو او دمدني ټولنو له پوهانو څخه د مشورتي عالي شورا رامنځته کول. (وضاحت:ددې شورا کاري دوره به د انتقالي حکومت دورې پایته رسیدلو سره پایته رسیږي)؛
– د انتقالي حکومت کاري دوران کې د نوي اساسي قانون تصویبول؛
– دټاکنو مستقل کمیسون رامنځته کول، آزادو او شفافو ټاکنو ته زمینه برابرول؛
وضاحت: دڅلور کلن انتقالي حکومت غړي به د کار له پایته رسیدلو وروسته، د راتلونکي حکومت د رهبرۍ په پستونو کې د حضور اجازه نلري.