منح مهاله موخی
بسم الله الرحمن الرحیم
منح مهاله موخی
په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په مرکز د افغانستان بدلول او د یوه پر اقتصاد ولاړ افغانستان جوړول:
د دې طرحې د بنسټیزو موخو پر دریمې فقرې باندې په ټینګار سره، افغانستان له سیمه ایزو جګړو د مخنیوي او د اتباعو پر حقوقو د تاکید له پاره، سیاسي ثبات او ټولنیزې هوساینې ته د رسېدو په موخه یوه “پر اقتصاد ولاړ” دولت ته اړتیا لري. د دې بنسټي ټکي له مخې دا طرحه، ثبات او داېمي پرمختګ ته د افغانستان د رسېدو او “پر اقتصاد ولاړ افغانستان” د رامنځته کولو له پاره ده. د دې استدلال نظري بنسټ په لاندې ډول دی:
افغانستان له نولسمې پېړۍ څخه تر نن ورځې پورې د نړۍ د قدرتونو تر منځ د جګړې ډګر او په “لویو لوبو” کې “جیو پولیک قرباني” و. د پالیسۍ جوړولو د بنسټیز چوکاټ په توګه د “ملي ګټو” په اړه د ګډ درک نشتوالی هم په بهرنیو، اقتصادي، امنیتي او کلتوري برخو کې د یوه باثباته او منسجم سیاست د ټاکلو او جوړولو مخه نیسي. همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو د امنیتي اندیښنو او ګټو تضاد په اړه د واقعي درک نشتوالی، د دې لامل شوی دی چې د “سیمه ایز او نړیوال تعامل” پر ځای د بېلابېلو هیوادونو د “ګټو د ټکر او تضاد” شاهدان وه اوسو.
زموږ له نظره، د نړۍ او سیمې واقعیتونو ته په رښتیني ډول کتل او د هغو پر بنسټ د ملي ګټو تعریف او په بهرنیو، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخو کې د پالیسیو جوړول، زموږ د هېواد د سیاسي ثبات او اقتصادي هوساینې له پاره یوازینۍ لار ده. دا چلند باید د افغانستان د شتمنیو په اړه د سم پوهاوي، د سیمې د هیوادونو اړتیاوو او اندیښنو او په بهرني سیاست کې د تناقض د مخنیوي پر بنسټ ولاړ وي.
د اقتصادي نړیوالتوب په عصر کې، جیواکونومیک د جیو پولیتیک په پرتله زیات اهمیت ترلاسه کړی دی. ډیری پرمختللی او مخ پر ودې هیوادونه د دې اصولو پر بنسټ، “اقتصادي دیپلوماسي” له”امنیتي ډیپلوماسۍ” څخه غوره ګڼي او باور لري چې اقتصادي دیپلوماسي کولی شي پر اقتصاد د تمرکز له لارې د ګټو د تړاو لامل شي او په دې توګه تاوتریخوالی کم او امنیت رامنځته کړي. افغانستان هم جیوپولیتیکي (د “امنیت”، “ځواکونو”، “شخړو”، “اتحادونو” له مرکزي عواملو سره) او هم جیواکونومیک (د “اقتصادي ودې”، “پرمختګ”، “سوداګرۍ”، “پانګې اچونې” او “تړاو” له مرکزي عواملو سره) موقعیت لري. زموږ له نظره، که د افغانستان جیو پولیتیک زموږ هېواد د شخړو قرباني کړي وي، نو جیواکونومي د اقتصادي او سیاسي ثبات، سیمه ایزې همغږۍ او د مقابلو د له منځه وړلو لپاره یو فرصت ګرځېدلی شي. دا نظر پر لاندې استدلال ولاړ دی:
افغانستان د اقتصادي جغرافیې د موقعیت له مخې:
– افغانستان له یوې خوا د منځنۍ او جنوبي آسیا او له بلې خوا د ختیځې او لویدیځې آسیا او په پای کې د اروپا ترمنځ د پل حیثیت لري.
– د دې ترڅنګه په “اورآسیا” کې ځانګړی جغرافیائي ځای لري.
– زموږ هېواد د “کمربند او لارې نووښت” [Belt and Road Initiative] د دوو اصلي دهلېزونو تر منځ پروت دی. دا دوه دهلیزونه په جنوب کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز او په شمال کې د چین-مرکزي آسیا-لویدیځې آسیا اقتصادي دهلیز دي او د ورېښمو په لاره کې د افغانستان د تاریخي موقعیت د بیا راژوندي کولو وسیله ګڼل کېږي. (د یادولو وړ ده چې د «کمربند او لارې نووښت» د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو په ماموریت کې شامل دی).
دا ځانګړی موقعیت، افغانستان ته په سیمه کې د تولید، مصرف او ویش په بېلابېلو بازارونو کې ځانګړی ځای ورکوي. د بېلګې په ډول:
– د انرژۍ په برخه کې :
الف: برېښنا: افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه د بریښنا واردولو ته اړتیا لري ځکه چې د کورنۍ بریښنا د مصرف د تامینولو له پاره کافي بنسټونه موجود نه دي. له بلې خوا د بريښنا د واردولو په برخه کې د سيمې د ځينو هيوادونو د بیړنۍ اړتيا له امله، کولى شي د برېښنا صادروونکو او مصرف کوونکو هيوادونو ته د اوږدې مودې له پاره د بريښنا د ترانزيت هيواد په توګه ځانګړى ځای ولري. د سیمه ایزې برېښنا شبکه “کاسا 1000” (قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان) او د سیمه ایزې برېښنا شبکه “تاپ 500” (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان) په سیمه کې د بریښنا رسولو شبکو دوه مهمې بیلګې دي. په دې توګه، افغانستان هم د بریښنا د مصرف او هم ویش بازار دی.
ب: ګاز: سره له دې چې له منځنۍ آسیا څخه جنوبي آسیا، چین او اروپا ته د ګازو د لېږد او صادرولو پروژې د جیوپولیتیکي سیالیو ډګر ګرځېدلې دي او د تاپي [TAPI] پروژې (له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو لېږدول) د نه عملي کېدو لامل تر ډېره حده د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو تر منځ جیو پولیتیکي سیالۍ وې، خو دا پروژه لا هم د سیمه ایزې فعالې اقتصادي یپلوماسۍ په برخه کې د یوې وسیلې په توګه ګڼل کېدی شي چې د سیمې امنیت ته به مثبتې پایلې ولري، ځکه چې د دې پروژې عملي کېدل به د هندستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی، د ترکمنستان ګاز ته د دواړو هېوادونو د ګډې اړتیا له امله، کم کړي او په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې به هم د هغوی ترمنځ مقابله کمه شي. څرګنده ده چې د انرژۍ په برخه کې د افغانستان په مشارکت، دا او دې ته ورته نورې پروژې به د کارموندنې، د بهرنۍ پانګونې د راتګ، بې وزلۍ د له منځه وړلو، اقتصادي هوساینې او په پایله کې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لامل شي.
– د افغانستان په ګډون، په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا له پاره زیربنایي -مواصلاتي پروژې
افغانستان کولی شي د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې غوره ونډه ولري. د افغانستان په مشارکت ګڼ شمېر ترانزیتي دهلیزونه، په دې برخه کې زموږ د هیواد ونډه په ګوته کوي، د هغو په منځ کې:
– د ۵ هیوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ زیربنایي – مواصلاتي پروژه (چین-قرغزستان-تاجیکستان-افغانستان-ایران)،
– له پېښور، پاکستان څخه کابل او له هغه ځای څخه د تاجیکستان دوشنبې ته مواصلاتي دهلیز،
– د پېښور – کابل – مزار شریف – ترکمنستان مواصلاتي دهلیز،
او …
دغه مواصلاتي پروژې د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د زیربناوو په رامنځته کولو کې مرسته کوي، په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا، د اقتصادي او سیمه ایز نږدېتوب، د پانګونې د فضا د ښه والي او د هغو هېوادونو ترمنځ چې له سوداګرۍ ګټه ترلاسه کوي، د تاو تریخوالي د کمولو لامل ګرځي او په دې توګه د افغانستان اقتصادي سوکالۍ او امنیتي ثبات ته مرسته رسوي.
– د افغانستان طبیعي زېرمې او معادن کولی شي د اقتصادي پراختیا، د بهرنۍ پانګونې جذبولو، د زیربناوو پراختیا او سیمه ایزو همکاریو له پاره د اهرم په توګه وکارول شي. موږ په دې اړه وړاندیز کوو چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې معادنو په برخه کې، د “امریکا د متحده ایالتونو د جیولوژیکي خدماتو ادارې” د موندنو او تفحصاتو په شمول، په ټول افغانستان کې غونډ شوي معلومات او ترسره شوي تفحصات باید په کره توګه وڅیړل شي تر څو د هغه څه په اړه چې افغانستان یې لري، یو سم او واقعي انځور ترلاسه شي. د افغانستان د اوبو د مدیریت په موخه، د “اوبو دیپلوماسي”، د اوبو په برخه کې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د افغانستان ګټو ته په لومړیتوب ورکولو، او په ورته وخت کې د سیمې له هېوادونو سره د تفاهم او همکارۍ پر بنسټ، د افغانستان د اقتصادي جغرافیې له نورو مهمو مسایلو څخه دي چې کولی شي په سیمه ایز اقتصاد او همکاریو کې زموږ د هیواد د ځای د ټینګولو لامل وګرځي.
د افغانستان له ځانګړي جیواکونومیک وضعیت څخه د هېواد د شتمنیو او کورنیو، سیمه ایزو او له سیمې آخوا اړتیاوو له مخې ګټه ترلاسه کول، د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ګټو د ټکر د کمولو، د اقتصادي- سیمه ایز نږدېتوب، سیاسي ثبات او پایدار پرمختګ او په پایله کې د افغانستان د بحران د حل کېدو لامل ګرځي.
افغانستان، له ۲۰۰۱ کال څخه، په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي جمهوریت تر نسکوریدو پورې، وکولی شول چې د نړیوالې ټولنې په مرسته په اقتصادي ډګر کې مهم حقوقي بنسټونه جوړ کړي. خو له بده مرغه د حکومت بې کفایتۍ او سیستماتیک مالي او اداري فساد د دې لامل شول چې دغه طرحې او قانوني بنسټونه په عمل کې پلي نه شي. موږ د هېواد اقتصادي سیاست د اصل په توګه د “بازار اقتصاد” په منلو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو د ټینګار ترڅنګ، د هېواد د ګټو پر بنسټ د “بازار اقتصاد” پر نوي تعریفولو باور لرو. په دې اړه، د پولي او بانکي, بهرنۍ او سوداګریزې پانګونې د قوانینو بیاکتنه او د فعالې اقتصادي دیپلوماسۍ رامینځته کول او تعقیب خورا اړین او بنسټیز دي.
موږ د سیمې د هېوادونو په ګډون له نړیوالې ټولنې څخه تمه لرو چې د درې بنسټیزو اصولو
الف) د افغانستان له جیواکونومیکي موقعیت څخه د افغانستان د اقتصاد د ودې او له نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه ګټه ترلاسه کولو،
ب) د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان په اړیکو کې د تاو تریخوالي د کمولو په موخه اقتصادي ډیپلوماسۍ ته د امنیتي دیپلوماسۍ په پرتله لومړیتوب ورکولو،
ج) د افغانستان د اقتصادي ګټو په پام کې نیولو سره د آزاد بازار سیاست د ټینګښت،
په پلي کولو کې، د افغانستان د اقتصادي سیاست په توګه، ملاتړ وکړي.
په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په مرکز د افغانستان د بدلولو او د یوه پر اقتصاد ولاړ افغانستان د جوړولو له پاره باېد ملي، سیمه ایزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.
۱ – ملی اجماع: پر اقتصاد ولاړ یوه افغانستان ته د رسېدو په موخه د تیوریکي او عملي بنسټونو د طرحې او تنظیم له پاره، د ټولو سیاسي ډلو، ملي شخصیتونو (علماوو، مخورو او خپلواکو سیاستوالو)، اکادمیکي پوهانو او د افغانستان د مدني ټولنې د غړو، دواړو نارینه او ښځینه په ګډون، د یوې باصلاحیته غونډې تنظیمول.
۲ – سیمه ایزه اجماع: افغانستان د خپل ځانګړي جغرافيايي موقعيت له امله هم له منځنۍ آسيا او هم جنوبي آسيا سره نږدې تړاو لري. له بلې خوا په لوېديځ کې له ايران سره پراخه پوله لري او له همدې لارې له منځني ختيځ سره نښلول کېږي. د افغانستان پر ګاونډیانو سربېره، سیمه ایز او نړیوال قدرتونه هم د پېښو، سیالیو، کړکېچونو او شخړو او همدارنګه د دې لویې جغرافیایي سیمې د لیرلید په وړاندې، چې افغانستان یې په مرکز کې پروت دی، حساس دي. له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصاد او سولې ولاړه او له کړکېچ څخه د خلاصون دیپلوماسي، باید په مرکزي متن کې دوه اساسي موخې ولري:
– ګاونډیو هېوادونو ته د ګواښ او خطر پر مېدان د افغانستان د بدلېدو په اړه د ګاونډیانو د بدبینۍ کمول او له منځه وړل
– د سیمه ایزې اقتصادي ودې او سوکالۍ او د سوداګرۍ د پراختیا پر بنسټ له ګاونډیانو سره په تعامل کې د افغانستان پر اقتصاد ولاړ عملي سیاست تشریح کول او تعقیبول.
۳- نړېواله اجماع: له یوه بې ثباته افغانستان څخه رامنځته کېدونکي ګواښونه، چې حاکمیت یې کورنی او نړېوال مشروعیت نه لري، په نړیواله کچه خورا زیات دي. د افراطي بهیرونو او ترهګرۍ ګواښ، د مخدره توکو له غیرقانوني سوداګرۍ څخه ګواښ، د اجباري مهاجرت او انسان قاچاق زیاتوالی او همدارنګه د سیمه ایزو او له سیمې آخوا لوبغاړو ترمنځ د مستقیم او غیر مستقیم ټکر ډګر ګرځیدل، له دغو ګواښونو او خطرونو څخه دي.
له همدې امله باېد د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس ترسره کولو، د سوله غوښتونکي او پر اقتصاد ولاړ هیواد په توګه د افغانستان د موقف بیا تعریفولو، نړیوالې اجماع ته د رسیدلو او پر یوه بې طرفه هیواد د افغانستان له بدلولو څخه د ملاتړ له پاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او تر هغې لاندې بنسټونو فعالولو او له هغه سره یوځای د دې پروګرام د پلي کولو په موخه د ملي او سیمه ایزې اجماع له پاره هڅو ته، د اجندا په سر کې ځای ورکړ شي.