د ښاغلي میرمحمد آصف ضعیفي، د « افغانستان د باور او ثبات جریان» مشر وینا
د ښاغلي میرمحمد آصف ضعیفي،
د « افغانستان د باور او ثبات جریان» مشر وینا
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هېوادوالو!
نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې جګړه، ویجاړۍ، فقر او ناامیدي زموږ د دردیدلي ملت او ګران هېواد افغانستان برخلیک ته سیوری کړی دی. د دې اوږدې او ګډوډې مودې په ترڅ کې افغانستان له ګڼو کورنیو ستونزو سره مخ شوی دی. د ملي بې باورۍ لوړې دیوالونه زموږ د خلکو ترمنځ راپورته شوي دي. د ښوونې، روغتیا او اقتصاد بنسټونه ړنګ شوي دي. میلیونونه انسانان وژل شوي او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شوي دي. افغانستان د ژوند د تمې، عمر، سرانه عاید، سواد زدهکړې او کارموندنې په برخو کې د نړۍ تر ټولو ټیټې کچې لري. د دې ناوړه وضعیت له امله، موږ د ملي میثاق او د ملي ګټو د واحد تعریف له ترلاسه کولو پاتې شوي یو. کله چې یو ملت او دولت د ملي ګټو تعریف نه لري، نو نه شي کولای خپلې بهرنۍ، اقتصادي، سوداګریزې او پراختیایي پالیسۍ په سمه توګه طرحه کړي. له همدې امله، په تېرو پنځوسو کلونو کې موږ د کودتاوو، د نظامونو د رادیکال بدلونونو او د هېواد د مدیریت د بنسټونو د ړنګېدو شاهدان وو، او په نړیوالو اړیکو او سیاست کې مو ځای نازک پاتې شوی دی.
دا دوه اړخیز وضعیت، یعنې کورنۍ ستونزې او له سیمې او نړۍ سره پېچلي اړیکې، زموږ د هېواد وضعیت ورځ تر بلې خرابوي. افغانستان په یوه داسې سیمه کې موقعیت لري چې تر ټولو لوړې جیوپولیتیکي او جیو اقتصادي ترینګلتیاوې لري. هېڅ هېواد په نړۍ کې د افغانستان په اندازه د اتومي قدرتونو له خوا محاصره شوی نه دی. د سیمې او له سیمې بهر هېوادونو د ګټو تضادونه زموږ لپاره د تنشونو لامل شوي او افغانستان یې د ویجاړونکو نیابتي جګړو میدان ګرځولی دی.
ګرانو هېوادوالو!
د «بقا لپاره هڅې» د نن ورځې تر ټولو مهمه موضوع ده، او تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده: د بقا، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره څه باید وکړو؟
زموږ له نظره، افغانستان نن ورځ تر بل هر وخت ډېر د فکر تولید، عملي او منسجم کار ته اړتیا لري، ترڅو له بحران څخه وتلی، ثبات ته رسېدلی، او د اعتماد وړ، هوښیار او بااقتداره هېواد په توګه په سیمهییزو او نړیوالو اړیکو کې خپل ځای ومومي. دا لاره سخته ده، خو له هغې بریالي تېرېدل ناشوني نه دي. تر دې هاخوا، د افغانستان او د دې هېواد د کړېدلي انسان ژغورنه زموږ ټولو، په ځانګړي ډول د فکر او اندیشې خاوندانو، مسؤلیت دی.
د همدې هیله او هدف سره، «د افغانستان د باور او ثبات جریان» رامنځته شوی دی. دا جریان د افغانستان د ژمنو، خیراندیشو، نېکو کړنو او نېکو افکارو لرونکو اولادونو څخه جوړ شوی دی.
زموږ د کار بنسټ د اعتماد پیاوړتیا له لارې ثبات ته رسېدل دي.
«د افغانستان د باور او ثبات جریان»
د ژمنې سره:
– اسلامي او یو موټی افغانستان؛
– د هېواد سیاسي خپلواکي، ملي حاکمیت او د ارضي تمامیت ساتنه؛
د اړتیا
– د قانون حاکمیت (د اساسي قانون بې قید او شرطه رعایت، چې د افغانستان د خلکو غوښتنو او اړتیاوو او زموږ د زمانې پر بنسټ ترتیب شوی وي، او د قضایي قوې بشپړه خپلواکي)؛
– د افغانستان د وګړو اساسي حقوقو او ازادیو ساتنه، پرته له هر ډول تبعیض څخه؛
– متوازن او دوامدار پرمختګ؛
– شامل سیاسي ګډون؛
– ټولنیز او قضایي عدالت؛
– هدفمند او ګټور تعلیمي سیستم؛
– د فردي او ټولنیز امنیت تأمین، او د زغم او یو بل منلو فرهنګ بنسټیزول.
ټینګار کوي.
د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې، زموږ د کار بنسټ د تاوتریخوالي کمولو او د سولهییز ګډ ژوند سیاست دی، چې د سیمې او نړیوالو اړیکو پر بنسټ ولاړ دی.
د دغو موخو د ترلاسه کولو او تعقیب لپاره، د افغانستان د اعتماد او ثبات جریان په تېرو یو کال کې له ګڼو سیاسي جریانونو، روڼ اندو، او علمي او فرهنګي شخصیتونو سره، دننه او بهر د افغانستان، تماسونه نیولي او د خپلو اندېښنو او کارونو عمده محورها ورسره شریک کړي دي. له بلې خوا، لکه څنګه چې د خبرو په پیل کې یادونه وشوه، د افغانستان د نننیو مسایلو یوه برخه د سیمې د لیدلو او نه لیدلو پیچلتیاوو او تاوتریخوالي سره تړاو لري. د افغانستان د اعتماد او ثبات جریان له مهمو سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو او همدارنګه له اغېزناکو نړیوالو بنسټونو سره تماسونه او نظریاتو تبادله کوي.
زموږ د بهرني لید بنسټ دا دی چې د افغانستان جیوپولیتیکي ننګونې د جیو- اقتصادي فرصتونو په بدل کې واړوو، د اقتصاد-محور سیاست تعقیب کړو، له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د اړیکو د تاوتریخوالي کمولو لپاره د باور وړ عملي تضمینونه وړاندې کړو، او د افغانستان او د سیمې هېوادونو د امنیتي اندېښنو جدي نیولو باندې ټینګار وکړو. په دې برخه کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د مثبت او فعال بېطرفۍ رسمي پېژندنه، او د ګاونډیو او مهمو نړیوالو هېوادونو تضمین، ډېر اغېزناک او ګټور تمامېدای شي.
موږ باور لرو چې افغانستان ته د یوه امن، بېطرف او اقتصاد-محور هېواد په توګه بدلول به د سیمې او نړۍ د جګړو او بحرانونو له خورا ګواښوونکو او ویجاړوونکو سرچینو څخه یوه خاموشه کړي.
ګرانو هېوادوالو،
د ملي فراګیرې غونډې جوړول د افغانستان د اعتماد او ثبات جریان له مهمو راتلونکو برنامو څخه دي.
ګرانو خویندو او وروڼو،
سره له دې چې نن افغانستان د غم او ناامیدۍ تر سیوري لاندې دی، د سبا او راتلونکي هیله باید زموږ د لارې څراغ وي. موږ پوره باور لرو چې تر اوسه مو د خپل هېواد د ثبات او شکوفایۍ لپاره له خپلو فرصتونو او وړتیاوو څخه ګټه نه ده اخیستې. موږ، د دې خاورې د زامنو په توګه، د خپل ملت او هېواد د راتلونکي په وړاندې اخلاقي او انساني مسؤلیت لرو.
د افغانستان د انسان درناوی او د هغه د راتلونکي د جوړولو هڅه باید زموږ ګډ آرمان او هدف وي.
موږ به په ګډه دا ستر او لوړ آرمان عملي کړو.
موږ کولی شو!
ژوندی دې وي د افغانستان خلک او زموږ ګران هېواد.