د افغانستان د اعتماد او ثبات د بهیر لس اساسي اصول
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د اعتماد او ثبات د بهیر لس اساسي اصول
۱ – یوه اسلامي، واحد او پر اقتصاد ولاړ افغانستان ته ژمنتیا،
۲ – د هېواد د سیاسي خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه،
۳ – د قانون حاکمیت (د اساسي قانون بې له قېد او شرط رعایت کول او د قضائیه قوې بشپړه خپلواکي)،
۴ – ټول شمول سیاسي مشارکت،
۵ – د اتباعو له تبعیض پرته اساسي حقوق او آزادۍ،
۶ – ټولنیز او قضایی عدالت،
۷ – متوازن او دوامدار پرمختګ،
۸ – هدفمند او اغېزمن تعلیمي سیستم،
۹ – د فردي مصونیت او ټولنیز امنیت تأمینول، د زغم او متقابل منلو کلتور بنسټیز کول او د بیان آزادۍ تضمینول.
۱۰ – په سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو کې د ترینګلتیا د له منځه وړلو او سوله ایز ګډ ژوند سیاست.